په بدخشان کې ولایت د یوه ښوونځي زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو پروژه پیل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۶
11

د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ په وندیانو لېسه کې د ۵۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه د یوې ژورې څاه کېندلو پروژه، د سیمې یو تن علم‌پرور شخصیت محترم نجم‌الدین نوروزي په مالي ملاتړ، په رسمي ډول پیل شوه.
د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د پوهنې مسوولینو، د لېسې کارکوونکو، یو شمېر علماء کرامو او د سیمې مخورو ګډون درلود.
د پورته ذکر شوي څاه په کېندلو سره به د ۱۵۰۰ تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو او صحي اوبو اسانتیا برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مسلکي پراختیا مدرسینو ته شپږ ورځنۍ برنامه پیل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په تالار کې د مسلکي پراختیا اړوندو ۹۰ تنو مدرسینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
د دغه پروګرام موخه د مدرسینو د. . .

BACK TO NEWS