په هرات ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۲۶
546

د ښوونیز چاپېریال د پراختیا او زده‌کوونکو ته د لا ډېرو ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د هرات ښار اړوند برامان ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د ښوونځي شورا او سیمه‌ییزو خلکو په مالي همکارۍ، د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
ټاکل شوې، یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې په هر پوړ کې به شپږ درسي ټولګي او دوه اداري خونې ولري.
 په همدې توګه به یاده ودانۍ په ټولیز ډول ۱۲ درسي ټولګي او ۴ اداري خونې ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مسلکي پراختیا مدرسینو ته شپږ ورځنۍ برنامه پیل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په تالار کې د مسلکي پراختیا اړوندو ۹۰ تنو مدرسینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
د دغه پروګرام موخه د مدرسینو د. . .

BACK TO NEWS