د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ، د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحبزاده او د ۱۶ ښوونیزو حوزو له آمرینو سره ګډه غونډه ترسره شوه، چې پکې د ښوونیز نصاب د تطبیق، اداري او ښوونیز نظم، د تدریسي بهیر کیفیت، د ښوونکو او زدهکوونکو اخلاقو او د ښوونیز چاپېریال د وضعیت ارزونه وشوه او د اصلاح لپاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
همدارنګه د کابل، کاپیسا، هرات، لوګر، میدان وردګ، نورستان، زابل، فراه، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په کچه له اما/رتي او خصوصي ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو څخه څارنې ترسره شوې.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د دیني، اخلاقي او اصلاحي درسونو لړۍ هم دوام وموند او د امانتدارۍ، اخلاص، صداقت، مسوولیتپالنې او اسلامي ارزښتونو پر مراعاتولو ټینګار وشو. سربېره پر دې، د کارکوونکو د سیرت او صورت ارزونه هم ترسره شوه.
په ټوله کې، د یادو فعالیتونو بنسټیزه موخه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، د ښوونیز او اداري نظم ټینګښت، د تدریسي کیفیت لوړول او د سالم، مسوول او متعهد نسل روزنې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي.
