د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د لغمان ولايت له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۶
شیشسی

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین شیخ‌ عبدالمالک حقاني او ورسره مل پلاوي، ختيځ زون ولايتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د پوهنې ریاست، د قرغیو ولسوالۍ پوهنې آمریت او د یادې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د قرغیو لومړني ښوونځي او د چهارباغ د هلکانو لېسې اداري او تدریسي چارې له نږدې وکتلې او د ښوونیز بهیر د وضعیت ارزونې ترڅنګ یې د ښوونکو د مسلکي ودې په موخه له هغوی سره د ارزونې ځینې پوښتنپاڼې شریکې کړې.
همدارنګه، د ښوونې او روزنې معین له لوري د لغمان پوهنې ریاست او د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمریت په مرکزي هستو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا له علمي غړو سره جلا ناستې ترسره شوې. په دغو ناستو کې د مسلکي پياوړتيا په موخه د ترسره شویو روزنیزو سیمینارونو او ورکشاپونو او په کاري ساحه کې د هغو د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.
د یاد سفر په ترڅ کې د ښوونې او روزنې معین د چهارباغ د هلکانو لېسې د لسم او یوولسم ټولګیو د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه هم وارزوله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS