د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معين د ختيځ زون د مسلکي پراختيا له غړو سره وکتل 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۸
سیبش

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ‌ عبدالمالک حقاني او ورسره مل پلاوي، د ختيځ زون اړوند د ښوونکو د مسلکي پراختيا له  غړو او د استقلال رشتوي لېسې له مسوولينو سره وکتل٠
 په پیل کې نوموړي د مسلکي پراختيا غړو سره د تدريسي چارو او روزنيزو برنامو په هکله خبرې وکړې او د وضعیت ارزونې ترڅنګ یې له چارواکو سره یو شمېر مهم نظریات او سپارښتنې شريکې کړې.
همدارنګه د پوهنې وزارت محترم معین د مرکز جلال اباد اړوند استقلال رشتوي لېسې تدریسي وضعیت وڅاره او ټينګار يې وکړ چې ښوونکي بايد خپلې دندې په بشپر اخلاص او ژمنتيا ترسره کړي، څو په راتلونکي کې يو متعهد او نوښتګر نسل ټولنې ته د خدمت په موخه تقديم کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS