د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس هلمند ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۱۹
514

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاوس طارق، د رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له ریاست څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د سفر په پیل کې د هلمند له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل او د پوهنې اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
 ورپسې یې د هلمند له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري سره لیدنه وکړه او د دغه ولایت د ښوونیز وضعیت، روانو چارو او اړوندو موضوعاتو په اړه یې هر اړخیز بحث او نظرونه تبادله کړل.
په یاده لیدنه کې د هلمند د پوهنې ریاست د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو قدرداني وشوه او د ښوونیز بهیر لا ښه والي، اداري چارو د پرمختګ او ښوونیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه نظرونه وړاندې شول.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس په لښکرګاه ښار کې د فیض‌القرآن له دیني مدرسې څخه هم لیدنه وکړه او د یادې مدرسې ښوونیز وضعیت او د تدریس بهیر یې له نږدې وڅاره.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس هلمند ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاوس طارق، د رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له ریاست څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د سفر په پیل کې د هلمند له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي لپاره درسي کتابونه وپېرل شول

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند کریم شهید عالي لېسې لپاره، د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۱۰۰۰ ټوکه درسي کتابونه د ۳۵ زره او ۷۴۰ افغانیو په لګښت ترپېرلو وروسته د زده‌کوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۰
Background image

په فاریاب کې د دوو ښوونځیو لپاره ځمکه وقف شوه

د علم‌پال شخصیت محترم شرافت‌الدین له لوري د فاریاب ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ غلموري لومړني ښوونځي لپاره ۴۰۰۰ متره مربع ځمکه، چې ارزښت یې ۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
همدارنګه، په. . .

BACK TO NEWS