د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پرانیستل شوه.
په یاده برنامه کې د تفتیش، مالي چارو، تدارکاتو، خدماتو او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو اړوند موضوعات د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې ریاست استاذانو له لوري وړاندې او تشرېح شول.
