د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادت‌نامو ریاست پلاوي هرات ته سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۳۹
شسیبشسی

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادت‌نامو ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده په مشرۍ یو پلاوی د چارو د اسانتیا، د ستونزو حل او د نتایجو او شهادت‌نامو برخې د کارکوونکو وړتیا لوړولو په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
پلاوي د خپل کاري سفر په پیل کې د هرات ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني او د یاد ریاست له آمرینو سره وکتل او د خپل سفر موخې یې ورسره شریکې کړې.
په یاده لیدنه کې د هرات پوهنې رئیس د پلاوي هرکلی وکړ او د کاري پلان د پلي کېدو لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ او اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS