په میدان وردګ کې له دوو ښوونځیو سره مرسته شوې
د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند بادامسرکي لومړني ښوونځي او د حصه اول بهسودو ولسوالۍ د حسن مجتبی عالي لېسې له زدهکوونکو او ښوونیز بهیر سره د یو شمېر پوهنېدوستو هېوادوالو له لوري د ۹۷ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي او غیرنغدي مرستې شوې دي.
یادې مرستې د پورته ذکر شویو ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو په موخه په اغېزمنه توګه لګول شوې دي.
