په بامیان ولایت کې څه د پاسه ۱۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۸
7

د پوهنې وزارت له لوري، د بامیان ولایت د مرکز او یکاولنګ ولسوالۍ د ساینسي مضمونونو شاوخوا ۱۵۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی پروګرام جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار، د دغه پروګرام موخه د ساینس ښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړول، د هغوی د تخصصي پوهې پیاوړتیا او د تدریس د لارو چارو ښه‌والی وښود.
نوموړي له ګډونوالو ښوونکو وغوښتل، چې له برابر شوي فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي، وړاندې کېدونکي موضوعات په ښه ډول زده کړي او ترلاسه کړې پوهه او مهارتونه په خپلو ورځنیو تدریسي چارو کې عملي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS