په بغلان کې ښوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز له لوري د بغلان ولایت برکې او خوست ولسوالیو اړوند ښوونځیو ۱۴۰ ښوونکو ته د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په برخو کې علمي او نظري روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دې پروګرام کې د کیمیا، بیولوژي، ریاضیاتو، فزیک او چاپېریالي ساینس موضوعات شامل وو.
د دې پروګرام موخه د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول، د ساینس او ریاضیاتو په برخو کې د هغوی د تخصصي پوهې پیاوړتیا، د تدریس د لارو چارو ښه کول او زدهکوونکو ته د غوره او اغېزمنې زدهکړې زمینه برابرول وو.
