په میدان وردګ کې ښوونکو لپاره روزنيزه برنامه پیل شوه
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د میدان وردګ ولایت چک او سیدآباد ولسوالیو اړوند ښوونځیو ۱۴۰ تنو ښوونکو ته د ریاضیاتو، فزیک، کېمیا او بیولوژي مضمونونو په برخو کې شپږ ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه. په دې برنامه کې ښوونکو ته د چاپېریال د شته موادو او امکاناتو په کارولو سره د علمي تجربو د ترسره کولو روزنه ورکول کېږي.
د دې پروګرام موخه د ښوونکو د عملي او مسلکي وړتیاوو لوړول، د شته موادو او امکاناتو په کارولو سره د علمي تجربو د ترسره کولو مهارتونو پیاوړتیا او په ښوونځیو کې د عملي زدهکړو د بهیر پراختیا ده، ترڅو ښوونکي وکولای شي، علمي مفاهیم په ساده او عملي ډول زدهکوونکو ته ور وپېژني.
