د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۷
wert

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنۍ ازموینې له لاندې مهالوېش سره سمې پیل شي:
۱- د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو(نویو رسیمي شویو مدارسو) کلنۍ ازموینې به د لیندۍ/ قوس میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ولري؛ البته د یادو مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکه ازموینه به د اسلامي زده‌کړو معینیت له لوري په ټولو ولایتونو کې په یو وخت اخیستل کېږي، چې د نېټې په اړه به یې په راتلونکي کې معلومات شریک شي.
۲- د ملک د ګرمو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنۍ ازموینې به د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د صادر شوي حکم مطابق اخیستل کېږي.
د ملک د پوهنې ریاستونه او د اسلامي زده‌کړو آمریتونه دنده لري، چې د ازموینو لپاره مناسب چاپېریال او امکانات برابر او په ازموینه کې د اصولو او مقرراتو په رعایتولو سره بشپړ عدالت پلی کړي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنۍ ازموینې له لاندې مهالوېش سره سمې پیل شي:
۱- د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د غور ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د اداري کیفیت ښه‌والي او د ځواب‌ویلو او مسوولیت‌پذیرۍ کولتور پیاوړتیا په موخه، د غور ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۳
Background image

په بلخ کې پر یو شمېر ښوونکو د درسي مرستندویه توکو کڅوړې ووېشل شوې

د یوه همکار بنسټ په ملاتړ، د بلخ ولایت د ښوونځیو پر ښوونکو د درسي مرستندویه توکو ۵۸۰ کڅوړې ووېشل شوې.
د دغو بستو ټولیز ارزښت ۳ میلیونه ۸۸۲ زره او ۳۲۰ افغانۍ کېږي.
د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS