په پکتیکا کې د یوه ښوونځي د ترمیم او تجهیز چارې بشپړې شوې
د پکتیکا ولایت جانيخېلو ولسوالۍ اړوند د مرکزي لېسې یو شمېر ودانيزې او بنسټیزې چارې، چې ټولټال ۳۸۲ زره او ۲۲۰ افغانۍ لګښت پرې راغلى، بشپړې او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو چارو کې د کمپیوټرخونې جوړول، د امنیتي کمرو نصبول، د برېښنايي سیسټم ترمیمول او د ښوونځي د نورو اړینو اسانتیاوو برابرول شامل دي.
د یادو فعالیتونو موخه د زدهکوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کول او د ښوونې او روزنې د بهیر لا پیاوړتیا بلل شوې ده.
