مطبوعاتي بلنلیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۲۴
21

ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، مېلمنو، یو شمېر استاذانو او زده‌کوونکو په حضور کې د ملک د بېلابېلو ښوونيزو ادارو د زده‌کوونکو د ساینس او ریاضیاتو سیالیو پای‌غونډې مراسم جوړ شي.
وخت: د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي‌الثاني میاشتې ۷مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم/ عقرب میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون لري، د سهار ۹:۰۰ بجې;
ځای: د غزني سراى ته څېرمه، د سید جمال‌الدین افغان دارالمعلمین انګړ کې، د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست تالار;
د رسنیو له محترمو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د يادې علمي غونډې په خبري پوښښ کې له مونږ سره همکاري وکړي.

د پوهنې وزارت 
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، مېلمنو، یو شمېر استاذانو او زده‌کوونکو په حضور کې د ملک د بېلابېلو ښوونيزو ادارو د زده‌کوونکو د ساینس او ریاضیاتو سیالیو پای‌غونډې مراسم جوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

په پکتیکا کې د یوه ښوونځي د ترمیم او تجهیز چارې بشپړې شوې

د پکتیکا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند د مرکزي لېسې یو شمېر ودانيزې او بنسټیزې چارې، چې ټولټال ۳۸۲ زره او ۲۲۰ افغانۍ لګښت پرې راغلى، بشپړې او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۱۹
Background image

د ملک په کچه د ساینس او ریاضیاتو د مخکښو علمي پروژو ارزونې بهیر پیل شو

نن د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست له لوري، د ملک په کچه د زده‌کوونکو د مخکښو علمي او ساینسي پروژو د ارزونې درې ورځنی بهیر، د پوهنې وزارت مسوولینو او د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS