All News

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۱:۴۸
Background image

په غزني ولایت کې درې جرېبه دولتي ځمکه بېرته د پوهنې وزارت په ملکیت کې ثبت شوه

د غزني ولایت د پوهنې ریاست د هڅو او د یاد ولایت قره باغ ولسوالۍ د قومي مشرانو په همکارۍ، ۳ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او د پوهنې وزارت په ملکیت کې ثبت شوه.

د معلوماتو له مخې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره ‌‌د څو مهمو خبرونو لنډیز

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، د یاد ولايت د علماوو شوراء له رئيس شيخ قيام الدين حنيف سره وکتل، د پوهنې پر ستونزو او د حل پر لارو چارو يې تفصیلي خبرې وکړې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۴:۱۰
Background image

د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ، د مالي او حسابداري، خدمتونو، تدارکاتو، د ښوونځیو د ملکیتونو د رئیسانو او کارپوهانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۳:۵۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت په جلرېز، سید آباد او بهسودو ولسوالیو کې، نن د یو شمېر ښوونځیو د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې.

په يادو پروژو کې د ښوونځيو بيارغونه، احاطوي دېوالونه، د یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۳:۶
Background image

د آزموینو ملي ادارې رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

د آزموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره په کتنه کې، د کانکور آزموینې د اخیستلو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو د برابرولو، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

غزني

د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ یو شمېر قومي مخورو او سپین ږیرو، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره په کتنه کې، ښوونیزو بنسټونو ته د پوهنې ریاست د مشرتابه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۱:۸
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ له مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د پوهنيز وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته تللی، نن يې د ياد ولايت کوټ ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۱:۳
Background image

په کابل او پکتیا ولایتونو کې له کډوالو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخيستل شوه

د پوهنې وزارت د کړنلارې په رڼا کې، د کابل ښار پوهنې رياست له ۱۸۰ تنو او د پکتیا ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۰ تنو کډوالو زده کوونکو څخه د هغوی د سويې د تثبيت په موخه، آزموینه واخیستله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۵۸
Background image

د پوهنې له ډګره د څو مهمو خبرونو لنډیز

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د یاد ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند هفت آسیاب او انصار المؤمنین لېسو او د یو باب دیني مدرسې له اداري او تدریسي چارو څخه. . .

Pagination