هلمند کې ۱۱۰ ښوونکو ته د روغتیايي مسایلو په تړاو روزنه ورکول کېږي

media-moe
Thu, Jun 27 2019 10:18 AM
هلمند کې ۱۱۰ ښوونکو ته د روغتیايي مسایلو په تړاو روزنه ورکول کېږي

د هلمند ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو ۱۱۰ تنو ښوونکو ته د زینک او اؤ ار ایس تر نامه لاندي یو ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
د هلمند د پوهنې ریاست د روغتیا مدیر امرالله شریفي وایې، چي په یاد ورکشاپ کې د نس ناستي په لاملونو، د هغه په مخنوي، د زینک ګولیو تر څنګ د اؤ ار ایس د کاروني، د ځان او چاپیریال، اوسپني یا فولک اسید، واکسینونو، د مور د شیدو او د اوبو پر ارزښت معلومات ورکول شي.
همدارنګه د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د ښوونکو غوښتنه وکړه کوم څه چي د ورکشاپ څخه زده کوي د عامه پوهاوي په توګه تر زده کوونکو ورسوي.
د هلمند پوهنې رئیس همدا راز وویل چي د روغتیا په برخه کي مو نوري هڅي هم راوني دي تر څو دا ډول سمینارونه ښوونکو ته په لاره واچول شي.
د یادوني وړ ده، چې تر دې وړاندي هم د روغتیا مدیریت لخوا په بیلابیلو برخو کې ورکشاپونه ورکول شوي دي چي ښه پایلي یې لرلي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS