په کابل ښار کي د عزیر ۲ نمبر خصوصي ښوونځي زده کوونکو د ټپي کیدو په اړه د پوهنې سرپرست وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي پيغام

media-moe
Mon, Jul 01 2019 1:00 PM
د پوهني سرپرست وزیر پیغام

په ډیره خواشیني سره مي خبر تر لاسه کړ چي د نن ورځي چاودنه چي د کابل ښار په ۸ ناحیه کي وشوه یو شمیر درانه هیوادوال چي د هغو له جملي څخه ۵۰ تنه يي د عزیر دوهم نمبر خصوصي ښوونځي زده کوونکي وو د کابل ښار غازي ستدیوم په سیمه کي زخمي شوي دي.
ترلاسه شوي راپورونه ښیي چي له نیکه مرغه د یادو زده کوونکو روغتیايي حالت د اندیښني وړ ندی.
زه د ښووني او روزني مسئول او د پوهنې ستري کورني په استازيتوب هغو زده کوونکو ته چي د نن ورځي په پيښه کي زخمي شوي د الله (ج) څخه ورته د بشپړي روغتیا دعا کوم او د زده کوونکو کورنیو په درد کي ځان شریک بولم.
په همدې وخت کې غواړم د روغتیایي مرکزونو ډاکترانو له پاملرني څخه مننه وکړم او له هغوی څخه هیله کوم تر څو د زده کوونکو او ماشومانو درملني ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
ډاکترمحمدمیرویس بلخي
د پوهنې سرپرست وزیر

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS