د افغانستان لپاره د تیکا دري پرواګرمونو پای او د پوهنې وزیر په شتون کي د ستاینلیکونو ویش

media-moe
Thu, Jul 04 2019 11:17 AM
د افغانستان لپاره د تیکا ۳ دري پرواګرمونو پاي او د پوهنې وزیر په شتون کي د ستاینلیکونو ویش

د پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کي د افغانستان پوهنې لپاره د ټیکا دري پرواګرامونو په پاي کي ګډونکوونکو ته ستاینلیکونه وویشل شول.

په دي پرواګرام کي چي تیره ورځ د چنګاښ په ۱۳ مه نیټه د ښوونکو په کور(د پوهنې وزارت یوه څانګه) کي جوړه شوي وه. پوهنې وزیر ډاکتر بلخي او د ښوونیز نصاب او ښوونکو روزنې معینه آغلي مرجان متین، دترکيي هیواد د پوهنې وزارت پلاوي او دټیکا د دفتر غړو شتون درلود.

ډاکتر بلخي د افغانستان د ښوونې او روزني له پرمختګ څخه د ترکيې هیواد له دوامداره ملاتړ نه مننه وکړه او د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو د ښوونیز نصاب مدیرانو او متخصصانو ته د پوهنې په لسیزه کي ښوونیزه ارتقاء اثر لرونکي یاده کړه.

ډاکتر میرویس بلخي د ټیکا ظرفیت لوړوني دورو له ګډوانوالو څخه غوښتنه وکړه چي خپلي تجربي له ښوونکو سره شریکي ترڅو غوره نتیجه ترلاسه شي.

په افغانستان کي د ټیکا رئیس رجايي قلینچ د دي موسسي له ۳ دریو پروګرامونو څخه یاده کړه چي په وروستیو ورځو کي د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب کارکوونکو،د ښوونکو روزني پروګرام او لیسي دوري ښوونکو ته ظرفیت 
لوړوالي پرواګرامونه د ترکي متخصصینو په شتون کي ترسره شو.

قلنچ د افغانستان ښوونې او روزني لپاره د زیاتو همکاریو د دوام خبر هم ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS