پوهنې وزیر د کابل ښار ۳ دریمې تعلیمي ناحیې د امیر دوست محمد خان له مینځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

media-moe
Wed, Aug 28 2019 4:28 PM
پوهنې وزیر د کابل ښار ۳ دریمې تعلیمي ناحیې د امیر دوست محمد خان له مینځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ښوونیزو خدمتونو حالت څيړنې په موخه د کابل ښار ۳ دریمې تعلیمي ناحيې د امیر دوست محمدخان له مینځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د یاد ښوونځي درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه، د زده کوونکو ښوونیزې فضا له څیړلو وروسته يې د شته ستونزو او ننګونو له مینځه وړلو په موخه لازم هدایتونه ورکړل.
پوهنې وزیر همدارنګه د یاد ښوونځي د زده کوونکو څخه وغوښتل تر څو د هیواد لوړو موخو او پرمختګ لپاره زده کړه خپله یواځینۍ موخه غوره کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار ۳ دریمې تعلیمي ناحيې د امیر دوست محمد خان مینځنۍ ښوونځۍ په ۸۰ ټولګیو کې ۳۰۰۰ هلکانو او نجونو زده کوونکو ته په ۳ دریو درسي وختونو کې ښوونیز خدمتونه وړاندي کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS