پوهنې وزیر د یک ستاره له عالي خصوصي لیسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
Sat, Oct 26 2019 7:38 PM
پوهنې وزیر د یک ستاره له عالي خصوصي لیسې څخه لیدنه وکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار ۱۷ مې تعلیمي حوزې د یک ستاره خصوصي عالي لیسې څخه لیدنه وکړه.
پوهنې وزیر د یادې لیسې له ټولګیو څخه د لیدنې ترڅنګ، د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالۍ، د لیسې تجهیزات او د زده کوونکو لپاره یې د تدریس میتودونه و څيړل.
پوهنې وزیر همدارنګه د یادې لیسې له مدیر او ښوونکو سره خبرې وکړې او د هغوي د شته ستونزو له اوریدو وروسته يې وویل چې پوهنې وزارت دولتي او غیردولتي ښوونځيو ته یوشان پاملرنه کوي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار یک ستاره عالي خصوصي لیسه ۳۰ درسي ټولګي لري چې په یوه درسي وخت کې له لمړي ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې ۶۰۰ زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS