پوهنې وزارت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین د کړنو لړۍ!

media-moe
Tue, Dec 03 2019 12:54 PM
پوهنې وزارت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین د کړنو لړۍ!

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزارت د یو لړ پروګرامونه په دوام، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو په موخه د ۱۶ ورځني کمپاین په چوکاټ کې د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په ګډون یوه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې پوهنې وزیر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د دې چارو زیاتوالی یې په ټولنه کې د ښځو چوپتیا یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې په ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو لپاره د پوهاوي او د برابرۍ د کلتور پراخول د پوهنې وزارت یو له اساسي کړنو څخه دي.

ډاکتر بلخي په ښوونه او روزنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو لپاره د لا زیاتو څیړلو او همداراز د سیمه ایزو ظرفیتونو د کارولو غوښتنه وکړه.

پوهنې وزیر همدارنګه وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو مبازري کلتور پلي کولو په موخه د سړیو او ښځو برخه اخیستنه باید یوشان وي.

د پوهنې وزارت د جندر آمریت سرپرستې فرشته سادات په دې غونډه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو په موخه د پوهنې وزارت د پروګرامونو څخه یادونه وکړه او په راتلونو ورځو کې یې د ښوونې او روزنې په فضا کې د ځورونې مخنیوي د پالیسي د بشپړیدو او وړاندې کیدو څخه خبر ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS