پوهنې وزیر د بدخشان یمګان ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل ژمنه ورکړه.

media-moe
Wed, Dec 11 2019 9:05 PM
پوهنې وزیر د بدخشان یمګان ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل ژمنه ورکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان یمګان ولسوالۍ له یو شمیر ځوانانو سره په لیدنه کې د یادې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل او څار ژمنه ورکړه.

دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب تر سره شوه؛ دواړو لورو د درسي کتابونو د کمښت، په یادې ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت د ودانۍ او د پوهنې د تشکیل د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د پوهنې وزارت مشرتابه د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د شته ستونزو له اوریدو نه وروسته ژمنه ورکړه چې د یادو ستونزو د حل او څار لپاره به جدي کړنې ترسره کړي.

د دې لیدنې په پاي کې، د بدخشان یمګان ولسوالۍ ځوانانو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د حالت له ښه والي څخه یادونه وکړه او د پوهنې وزیر کړنې یې وستایلي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS