هلمند کي د لسم، یولسم او دولسم ټولګیو کلنۍ ازمویني پیل شوې

media-moe
Mon, Aug 24 2020 10:09 AM
هلمند کي د لسم، یولسم او دولسم ټولګیو کلنۍ ازمویني پیل شوې

د پوهنې وزارت_هلمند: د پوهنې وزارت د پریکړي پر اساس په ګرمسیرو سیمو کې د لسم، یولسم او دولسم ټولګیو کلنۍ ازمویني پیل شوې.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د کلنۍ ازمویني د پیل سره سم د یو شمیر ښوونځیو د ازموینو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي صفاري د غربي لښکري بازار نجونو او هلکانو ښوونځیو او شهید عبدالجبار قهرمان لیسې ازموینو څخه لیدنه وکړه.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د ښوونځیو امرینو ته سپارښتنه وکړه چي د زده کوونکو د ازمویني پوښتني په بیلابیلو ګروپونو کي ترتیب کړي او زیاته یې کړه چي یادي کلنۍ ازمویني به په پوره شفاف ډول واخیستل شي.

همداراز صفاري د ټولو زده کوونکو او ښوونکو نه غوښتنه وکړه چي د آزمویني پر مهال دي ماسک او دستکشي وکاروي تر څو د کرونا ناروغۍ څخه ځان وژغوري.

د یادوني وړ ده چي په ګرمسیرو سیمو کي کلنۍ ازمویني د جوزا میاشتي په لومړۍ نېټه پیلیږي خو د کرونا وبا له امله سږکال کلنۍ ازمویني د سنبلې میاشتي په لومړۍ نېټه پیل شوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS