په ښوونځیو کې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه اړین توکي وویشل شول
د پوهنې وزارت_ننګرهار: دا چې د وزیرانو شورا د پریکړې او پوهنې وزارت د لارښوونې پر اساس په دولتي ښوونځیو کې د یولسم او دولسمو ټولګیو او په خصوصي ښوونځیو کې له لومړي تر دولسمو ټولګیو حضوري زده کړې پیل شوي.
د ننګرهار پوهنې ریاست د یونیسف UNICEF په همکارۍ ټولو ښوونځیو ته د حفظ الصحې مراعتولو اړین توکي لکه ماسکونه، د لاس مینځلو صابون او لاس مینځلو توکي وویشل، همدارنګه یې زده کوونکو ته روغتیایي لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د روغتیا وزارت د سپارښتنو پر اساس د کرونا ویروس د خپریدا مخنیوي په موخه زده کوونکې باید لاسونه څو څو ځلې په صابون ووینځي، ماسک وکاروي او له یو بل سره فزیکي اړیکه ونه نیسي
