په کنړ ولایت کې د شانتي رضاکاري موسسې لخوا په ښوونځیو کې موقتي خونې جوړیږي

media-moe
Thu, Sep 03 2020 11:56 AM
په کنړ ولایت کې د شانتي رضاکاري موسسې لخوا په ښوونځیو کې موقتي خونې جوړیږي

د پوهنې وزارت_کنړ: د کنړ پوهنې ریاست په چوکاټ کې شانتي رضاکاره مؤسسه پلان لري، چې په ۲۰۲۱ کال کې دبې سرپنا ښوونځیو لپاره موقتي خونې جوړې کړي.

د پوهنې رییس مجیب الرحمن(همدرد) په وینا د دغه شان مؤسیسو، خیریه بنسټونو، خیریه ټولنو او داسې نورې مرسته کوونکي اداري چې غواړي د پوهنې په تعلمي او بیارغونې په برخو کې له موږ سره مرستې کوې، موږ ورته هرکلی او ښه راغلاست وایو، هغه د شانتي رضاکاره پروژې له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې موږ په کنړ کې ۵۱۲ بابه ښوونځي لرو، چې له دغې جملې څخه یی څه د پاسه ۳۰۰ سرپنا نه لري، مهاجرینو ماشومانو لپاره د قرطاسیي نه شتون او په ځینو ښوونځیو کې صحي اوبه، احاطې دیوالونه او درسي کتابونو ستونزو سره مخ یو.

دشانتي رضاکاره پروژې مسؤل ډاکټر جاوید ساپي وویل: زموږ پروژې د کنړ ولایت په بېلابېلو برخو کې کار کړی، چې په ۲۰۱۹ کال کې موږ CBE محلي ټولګي جوړ کړي اوس مهال په سالارباغ او ساګي ښوونځیو کې د موقتو خونو جوړولو باندې کار روان دی، چې په جوړولو سره به یې ۱۴۶۰ تنه زده کوونکي برخمن شي او د بې سرپنا ستونزه یي حل شي.

همدا راز نوموړي وویل: د دې مالي لکښت جاپان هېواد ورکوې، چې په راتلوونکي ۲۰۲۱ کال کې موږ پلان لرو چې خپلې مرستې د پوهنې په برخه کې لازیاتې کړو اوپه ښوونځیو کې موقتي خونې جوړي کړو، چې ترڅو د زده کوونکي ستونزې حل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS