د لاس مینځلو نړیواله ورځ د "پاک لاسونه" تر شعار لاندې ولمانځل شوه

media-moe
Thu, Oct 15 2020 3:20 PM
د لاس مینځلو نړیواله ورځ د "پاک لاسونه" تر شعار لاندې ولمانځل شوه

پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ښاغلي ډاکټر محمد ابراهیم شینواري د پوهنې وزارت د بدني روزني ریاست په نوښت په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ او ویي ویل: ۱۴ سوه کاله د مخه پاکوالي ته د اسلام په مقدس دین کې ځانګړی ځای درلود چې، نن ورځ انسانانو دا حقیقت درک کړی چې د ناروغیو د مخنیوي یوه لاره د حفظ الصحې ساتل او د لاسونو مینځل دي.

د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت پر زده کوونکو غږ وکړ چې د خپل ځان او کورنۍ روغتیا ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي، او د ښوونکو لپاره هم اړینه ده چې په دوامداره توګه د زده کونکو پاکوالي ته پاملرنه وکړي او ويي ‌هڅوي چې خپل لاسونه په تودو اوبو او صابون ومینځي.

وروسته د روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ رییس شفیق الله همت هم په دي اړه خبرې وکړې او ویې ویل: احصایه شتون لري چې په نړۍ کې هر کال ۱.۷ ملیارده ماشومان د اسهال په ناروغۍ ، ۵۰۰ ملیونه ماشومان د تنفسي ناروغیو او ۱۶۵ ملیونه ماشومان په سوی تغذي اخته کیږي چې دا ډیر لوی رقم دي او دا ناروغۍ معمولا په ټولنه کې د حفظ الصحې نشتوالي له امله خپریږي، نو د صابون او اوبو سره د لاسونو مینځل د روغتیا تضمین کولو یوه لاره ده.

غلام قادر آزاد د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت استازی، مصطفی بن مسعود د یونیسف استازی، حمیده پکتیاني د ښځو چارو وزارت استازې ، هر یوه په اوبو او صابون سره د لاسونو مینځل او پاکوالي په اړه خبرې وکړې او دوی د ناروغیو په مخنیوي کې له پوهنې وزارت سره پر خپلې همکارۍ ټینګار وکړ.

مراسم د سردار کابلي عالي لیسې د مدیرې نسرین سلطاني په وینا ، د لاسو د مینځلو نندارتون او یو شمیر زده کونکو ته د عمومي زده کړو معین لخوا د ډالیو ویشلو سره پای ته ورسیدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS