د کنړ د ښځینه ښوونکو د مسلکي روزنې دوه کلن پروګرام پیل شو

media-moe
Thu, Oct 22 2020 8:48 AM
د کنړ د ښځینه ښوونکو د مسلکي روزنې دوه کلن پروګرام پیل شو

د پوهنې وزارت_کنړ: د کنړ ولایت په عالي دارالمعلمین کې د یونسیف په همکارۍ د ښځینه ښوونکو د مسلکي روزنې دوه کلن پروګرام پیل شو.

په همدغه تړاو په جوړ شویو مراسمو کې د کنړ والي محمد اقبال سعید سربېره د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد، د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو او ښوونکو ګډون درلود.

د پوهنې رئیس مجیب الرحمان همدرد وویل، یاد پروګرام یې په ښوونځیو کې د ښځینه مسلکي ښوونکو د کمبود ستونزې اوارۍ لپاره مهم یاد کړ او د یونسیف ادارې څخه د مننې ترڅنګ له محصلینو وغوښتل، چې روزنیز پروګرامونه جدي تعقیب کړی.

د پوهنې رییس زیاته کړه: د یاد پروګرام له مخې د مرکز په ګډون، شیګل، مرورې، نرنګ او وټه پور ولسوالیو کې ۸۰ تنه ښوونکې روزل کیږي چې د هڅونې په موخه محصلینو ته د ترانسپورټ او قرطاسیې اسانتیاوې هم په نظر کې نیول شوي او ښوونکو ته یې هم امتیاز ورکول کیږي.

د کنړ والي محمد اقبال سعید وویل ښوونکی په ټولنه کې لوی مقام او منزلت لري او د ولایت مقام به یې د ستونزو اوارۍ ته کلکه پاملرنه وکړي.

هغه د یونیسف ادارې څخه د مننې ترڅنګ وغوښتل، چې د ښوونکو د روزنې دغه پروګرام دوامداره کړي، ترڅو د مسلکي او په ځانګړي توګه د ښځینه ښوونکو د کمبود ستونزه اواره او د غوره زده کړو ترلاسه کولو فرصتونه رامنځته شي.

همداراز د کنړ عالي دارالمعلمین رئیسې آغلې فضیلې مروت د څرګندونو په مهال د ښوونکو روزنیز پروګرام بریالی وباله او ډاډ یې څرګند کړ، چې محصلینو ته به غوره زده کړه ییز چاپیریال رامنځته کړي.

هغې وویل د عالي دارالمعلمین په چوکاټ کې تر دې مهاله په بېلابېلو څانګو کې ۵۵۳۳ ښوونکي روزل شوي او ۹۶۸ نور د روزنې لاندې دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS