پکتيا پوهنې رييس د نجونو له هغې ليسې ليدنه وکړه چې ٣٠٠٠ زده کوونکې پکې زده کړې کوي!

media-moe
Wed, Nov 11 2020 2:44 PM
پکتيا پوهنې رييس د نجونو له هغې ليسې ليدنه وکړه چې ٣٠٠٠ زده کوونکې پکې زده کړې کوي!

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتيا ولايت د پوهنې رييس استاد کوچي ځاځي څمکنیو ولسوالۍ ته د یو رسمی سفر په ترڅ کې د سمين اکبري د نجونو عالي ليسې څخه ليدنه وکړه.

د سمين اکبري د نجونو عالي ليسه د پکتيا په يوه لرې پرته سيمه کې موقعيت لري، چې ٣٠٠٠ نجونې زده کوونکې پکې زده کړې کوي، په دې ليدنه کې د پوهنې رييس استاد کوچي ځاځي په خپلو خبرو کې وويل: زه ډير خوښ يم چې د پکتيا په يوه لرې سيمه کې په دومره لوی شمير نجونې د زده کړو لپاره هڅه کوي، ښاغلي ځاځي يادونه وکړه چې د دې ليسې لپاره د کمپيوټر ليب چارې بشپړې شوې دي، چې راتلونکې کې به يې د ودانۍ جوړيدو چارې هم پيل شي، د دې ترڅنګ به پکې د کانکور اماده ګي هم چمتو شی.

همدارنګه د څمکنيو ولسوالۍ پوهنې آمر محمد شريف دانش يار د پوهنې له رييس مننه وکړه چې له دوی سره يې همکاري دايمه ساتلې ده.

همدا راز د سمين اکبري عالي ليسې آمرې نرګس د پوهنې رييس له همکارۍ مننه او د دوی هڅې يې وستايلې.

هيره دې نه وي چې له یادې ليسې نه هر کال لسګونه نجونې فارغيږي چې زیات شمیر یې لوړو او نيمه لوړو زده کړو ته لار پيدا کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS