پکتیکا کې د کلیوالي ټولګیو و ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
Mon, Feb 22 2021 11:30 AM
پکتیکا کې د کلیوالي ټولګیو و ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت مرکز او ولسوالیو د کلیوالي ټولګیو ۱۲ تنو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۳ ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.

دغه ورکشاپ د پکتیکا د پوهنې ریاست په همکاري او د سویدن کمیټي په مالي مرسته جوړ شوی، چې د محلي ټولګیو و ښوونکو ته به د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې، د درسي میتودونو د زده کړې او د نویو ښوونیزو مېتودونو په اړه به لازم مالومات ورکړل شي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال او سرپرست رییس صالح محمد ظفر وایی، یاد ورکشاپ د ښځینه ښوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یو مهم ګام دی او هیله لري، چې د پام وړ پایلې ولري. هغه زیاتوي، ددې روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې ښوونکو ته ښوول کېږي، چې څنګه کولای شي په اسانۍ سره زده کوونکو ته زده کړه انتقال کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS