د میدان وردګو ولایت په ښوونځیو کې کلنۍ ازموینې پیل شو
دپوهنې وزارت، میدان وردګ : میدان وردګو ولایت په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د ۱۳۹۹ ښوونیز کال د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې.
د میدان وردګو پوهنې رییس ډاکټر محمد سعید منصور په داسي حال کې چې دپوهنې ریاست تدریسی مرستیال عبدالهادي باور او د څارنې امر نجیب تیموری یې ملګرتیا کوله د مرکز اړوند دهلکانو د اول بابا عالي لیسي د زده کوونکو د ازموینې د بهیر نه لیدنه وکړه.
د پوهنې رییس د ازموینې د پیل نه خوښي څرګنده کړه، زده کوونکي یې ښیې راتلونکې ته وهڅول او د ښوونځيو له ښوونکو او نورو مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې بشپړ کوښښ وکړي.
دیاده ولو وړ ده، چې د کلنۍ ازموینو د پیل سره سم په مرکز او ولسوالیو کې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پوري د سامع زده کوونکو ازموینه پیل او ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
