يو ميليون او ۱۲۵ زره ماشومان به غوره زده کړو ته لاسرسى ومومي.

media-moe
Tue, May 04 2021 3:11 PM

۱ـ د هغه کلني پلان پر بنسټ چې د پوهنې وزارت او يونيسف موسسې ترمينځ جوړ شوى، په ۲۰۲۱ کال کې يو ميليون او ۱۲۵ زره ماشومان، چې ۶۰ سلنه يې نجونې دي، زده کړو ته د لاسرسۍ آسانتياوې برابريږي.

د ياد شوي پلان پر بنسټ، يادو شويو ماشومانو ته د تعليمي چوپړتياو وړاندې کولو سربيره، ۱۸۵۰۵ محلي (CBE) ټولګي جوړوي او ملاتړ يې کوي،چې په پايله کې يې ۵۰۰۰۰۰ ماشومانو ته چې ۶۰ سلنه يې نجونې دي، د تعليم زمينه برابريږي.

د اوبو رسونې د سيستم غځول، د څښاک صحي اوبه چمتول کول، ښوونځيو لپاره د عصري تشنابونو جوړول او همدارنګه په ۱۲۵۰ ښوونځيو کې له ۶۲۵۰۰۰ څخه ډيرو زده کوونکو ته د روغتيايي کڅوړو ويشنه، هم د همدې هوکړه ليک په ترڅ کې د روان کال کاري پلان کې شامل دي چې د يادې موسسې لخوا مرسته کيږي.

زده کوونکو ته د ښوونيزو چوپړتياو وړاندې کولو ترڅنګ، ۲۶۰۰۰ ښوونکو ته هم د مسلکي وړتيا لوړنې په موخه د تدريس پيداګوژيک ميتودونه او د شاګرد محورۍ اصول ور زده کيږي.

۲ـ د پايلو پر بنسټ د ريفورم بوديجه:

د پوهنې وزارت د پلان پر بنسټ، په پام کې ده، چې بوديجه د پايلو پر بنسټ منظوره شي، چې د ولايتونو د پوهنې رياستونو بوديجه هم ښوونځيو کې د حاضرو زده کوونکو شمير ته په کتو سره تعينيږي.

مخکې کلونو کې دا بوديجه په انډول برابره نه وه، او بيلابيلو ولايتونو کې په نابرابر ډول ويشل کيدله، په ځينو ولايتونو کې هر زده کوونکي ته ډيره او په ځينې نورو ولايتونو کې بيا لږه وه.

هيره دې نه وي، چې دا برنامې په انډول برابر تعليمي چوپړتياو ته د لاسرسي او د هيواد په ښوونيز نظام کې د روڼتيا رامينځته کولو په برخه کې خورا مهم او اغيزناک رول لوبوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS