لوګر ولايت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه
پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې، د ترین کوچي په نوم د هلکانو د لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او د پوهنې اونۍ په وياړ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي ودانۍ د اقراء پروګرام له لوري د شاوخوا څلور میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې شپږ ټولګي، یوه اداري خونه او درې غرفې تشنابونه لري، چې په جوړيدو سره يې ۳۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندې چاپيريال برابر شو.
د لوګر پوهنې رئیس ښاغلي سید عزیز احمد هاشمي د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د ښوونځي ساتنې ته پام وکړي.
