لومړي ځل دننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې دولس تنه نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې
دپوهنې وزارت، ننګرهار: نازیان دجلال اباد ښار ختیز په شپیته کیلومترۍ کې سرحدي ولسوالي ده چې د ډیورنډ دفرضي کرښې په اوږدو کې پرته ده، یاده ولسوالي د نجونو د یوې لېسې په ګډون ۲۴ ښوونځي لري چې په دې ښوونځیو کې ۱۶۵۰۰ زده کوونکي چې ۵۷۹۷ تنه یې نجونې دې پر زده کړو بوخت دي.
د نازیانو په ولسوالۍ کې لومړي ځل د سروبي د نجونو لېسې څخه دولس تنه نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې چې اوس مهال یې د ښوونکو د دندې تر لاسه کولو په موخه نوم لیکنه کړې ده.
دغو فارغو نجونو د پوهنې له ریاست نه غوښتنه کړې چې هغوۍ ته د څوارلسم ټولګي پورې د زده کړو زمینه برابره کړي.
د پوهنې ریاست مشرتابه ژمن دی چې دخپلو موجودو امکاناتو په حدودو کې به دغو فارغو نجونو ته د زده کړو د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي.
