د ښوونځیو د بېرته پرانېستلو په اړه د تعلیم او تربیې کمېسیون اعلامیه

media-moe
Tue, Aug 24 2021 7:21 PM

بسم الله الرحمن الرحیم
څرنګه چې په هېواد کې د عصري تعلیماتو (ښوونځیو) د زده کړو بهیر له څه وخت را په دیخوا د کرونا ناروغۍ په سبب ځنډول شوي وو او وروسته د هېواد د ولایتي مرکزونو او کابل د فتحي لړۍ شروع شوه چې د ښوونځیو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ شو؛ نو د تعلیم او تربیې کمېسیون اعلانوي چې!
۱ــ د سړو سیمو ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو لومړنۍ دوره (له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې) د
محرم الحرام د میاشتې له (۱۹) نېټې چې د وږي میاشتې له (۶) نېټې سره سمون خوري خپل تعلیمي بهیر پیل کړي.
۲ــ نو ټولو اړوندو اداراتو ته هدایت ورکول کیږي ترڅو په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي.
۳ــ د ښوونځیو د متوسطه او ثانوي دورو د ښوونیز بهیر د پیل په اړه هم ترتیب روان دی او ډیر ژر به په دې اړه هم تصمیم ونیول شي.
۴ــ څلور میاشتنۍ ازموینې چې نیمګړي پاته دي د هغو لپاره دی هم اړوند ادارې تصمیم ونیسي.
والســــــــــــــــــــلام
د تعلیم او تربیې کمېسیون

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS