د خصوصي زده کړو د ښوونځیو له مسئولینو او د کابل ښار ښوونیزو حوزو له آمرینو سره دکابل ښار دپوهنې ریاست په مقر کې مشورتي غونډه ترسره شوه

media-moe
Mon, Aug 30 2021 9:27 PM

په دغه غونډه کې چې د ښوونې اوروزنې کمېسیون دټاکلي هیئت تر سرپرستۍ لاندې رابلل شوې وه، دټاکلي هیئت رئیس محترم عبدالحکیم همت آخندزاده، ورسره دهيئت غړو هریو محترم مولوي علم ګل حقاني، محترم مولوي عبدالقدوس، محترم مولوي عبدالحکیم حمدي، محترم مولوي صدرالدین او د کابل ښار د ښوونې او روزنې مسئولینو ګډون کړی وو.
غونډه د محترم مولوي محمد اسحق لخوا د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
وروسته د ښوونې اوروزنې د کمیسیون غړي محترم مولوي عبدالحکیم حمدي وسنت وکړه او ویې ویل: زموږ ننی غونډه په هیواد کې د ښوونې او روزنې په اړه ده چې څرنګه کولای شو په هیواد کې د ښوونې او روزنې د ښه او با کیفیته خدماتو د وړاندې کولو په اړه خپل نظریات سره شریک کړو او هغه څه چې د علمي پانګې په توګه زموږ سره شته په ښه صورت د وطن بچیانو ته ولیږدوو ښاغلي حمدي زیاته کړه: 
یوې باکیفیته ښوونې اوروزنې ته جدي پاملرنه د افغانستان د اسلامي امارت له مهمو تعلیمي پالیسیو څخه ده تر څو علم ته د الهي احکامو سره سم وده ورکړو او خپل هیواد د پرمختګ او سوکالۍ په خوا روان کړو، ښاغلي حمدي څرګنده کړه: موږ به خپل اصیل او افغاني رسم رواج، کلتور او دودونه مهم ګڼو او هیڅ کله هم منفي تقلید نه کوو ځکه چې بې توپیره تقلید کول یو هیواد د نابودۍ کندې ته غورځوي،  ښاغلي مولوي عبدالحکیم حمدي زیاته کړه: اسلامي امارت غواړي چې یو ښه معیاري نصاب ولري. 
نوموړي زیاته کړه: موږ په هیواد کې د ښوونې او روزنې سره نه یوازې مخالفت نه لرو بلکه هڅه مو داده چې څومره کولای شو هغو ته وده ورکړو  یو خو ښوونه او یو علمي ماحول رامینځ ته کړو او دخصوصي ښوونځیو له مسئولینو یې وغوښتل د ښوونې او روزنې کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي اوتجارتي بڼه ونه لري د ټولنې اړتیاوو ته پام وکړي او په دې اړه له خپلو شخصي ګټو تیر شي ورپسې محترم علم ګل حقاني خبرې وکړې وویل: زموږ د هیواد د بچیانو راتلونکی ستاسو پورې اړه لري چي خپل اولادونه د اسلام د مبارک دین  او جناب محمد (ص) د احادیثو په رڼا کې وروزو تر څو هغوی عمل پرې وکړي.
وروسته ښاغلي عبدالحکیم همت هم په ټولنه کې د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې وویل: موږ د معارف د ودې په یو بل سنګر کې شتون لرو او باوري یو چې د پوهنې د نظام اساسي عناصرو،  یعنی ښوونکی، زده کوونکی، او نصاب ته په ژورې پاملرنې او بیا کتنې سره لویو بریاوو ته رسیږو او په دې لاره کې ستاسو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لرو وروسته ښاغلي مولوي عبدالقدوس د موضوع په اړه خبرې وکړې او دخصوصي ښوونځیو له مسئولینو یې وغوښتل چې د هیواد بچیان په ډیر زړه سوي او د وطن پالنې او اسلامي روحیه وروزي د تعلیمي حوزو په استازیتوب د کابل ښار د اوومې حوزې آمر ښاغلي محمد آصف رامکي ژمنه وکړه چې د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې د کمیسیون د وړاندې شوو برنامو د پلي کولو سره په ټول توان او طاقت سره مرسته او ملاتړ کوو.
په پای کې ښاغلي مولوي صدرالدین هم د اسلامي امارت په ژمنو د ښوونې او روزنې د ودې او پراختیا په اړه ټینګار وکړ وویل: په هیواد کې د ښوونې او روزنې دکمي او کیفي وده زموږ د لومړیتوبونو څخه ده. 
غونډه د ښاغلي مولوي صدرالدین لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS