میدان وردګ ولایت الفتح مرکزي عالي دارالعلوم ۲۳ تنه د ۱۲لسم او ۱۴ ټولکي فارغینو ته د فضیلت پګړۍ ورپسر شوې! 

media-moe
Thu, Dec 09 2021 9:37 AM
دستار بندی فارغان دارالعلوم عالی الفتح ولایت میدان وردگ

 د یاد دارالعلوم له لوري د فارغینو فارغت اړوند ستره غونډه بلل شوې وه، په غونډه کې پوهنې ریاست،ولایتي ادارو مسولینو،د فارغینو والدینو او زیات شمېر ولسي وګړو ګډون کړی وه،
یادې غونډې ته لومړی الفتح مرکزي عالي دارالعلوم مسؤل ښاغلي عزیزالرحمن رحماني وینا وکړه، د ذکرشوي شمېر فارغینو فراغت ئې اړینه لاسته راوړنه وبلله،د دې لاسته راوړنې مبارکي ئې هغوی د هغوی والدینو خلکو او اسلامي امارت ته وړاندې کړه او وویل دې دارالعلو په سلګونو تنه ځوانان ټولنې ته د خدمت لپاره فارغ کړي،د الفتح مرکز عالي دارالعلوم په شته ستنوزو ئې هم رڼا واچوله له خلکو او مسؤلینو څخه ئې پدې اړوند د مرسته غوښتنه وکړه،نوموړي زیاته کړه الفتح مرکزي عالي دارالعلوم دیرش جریبه ځمکه لري چې پدې پراخه ځمکه کې یوازي یوه تدریسي ودانۍ لري پداسې حال کې چې دارالعلوم تدریسي ودانۍ سربېره د لیلې تعمير،کتابتون طعام خوري ته زیاته اړتیا لري، د مسجد د جوړېدو چارې ئې چې د ولس په مرسته پیل شوي هم نیګړې پاتي دي،د څښاک د اوبو اسانیتاوې نشته چې د ونو او د دارالعلوم د چاپېریال سمسورتیا لپاره ترې ګټه واخلو،
له هغه ورسته پوهنې ریاست مسؤلینو په استازولي مرستیال رئیس محترم مولوي صاحب فضل الرحیم موسی غونډې ته خبرې وکړې،لمړی ئې فارغینو او د هغوی والدینو ته د هغوی د فراغت له کبله مبارکي وویله د دارالعلوم ټولنې کړنې او لاسته راوړنې ئې وستایلې پوهنې ریاست په استازیتوب ئې د بشپړې ملاتړ او مرستې ژمنه  وکړه،د علم په فضیلت او علماءوو د فضائیلو اړوند ئې هم خبرې وکړې،د دې تر څنګ ئې د مرکزي دارالعلوم له محترم فارغینو غوښتنه وکړه چې په خپل زده کړي علم عمل وکړي او نورو خلکو ته د خپل علم پواسطه خدمت وکړي،او له خلکو ئې هم وغوښتل چې دخپلو مدارسو په رغولو او جوړلو کې برخه واخلي خپل صدقات او زکات د مدارسو ته ورکړي د عصري زده کړو تر څنګ د خپل اولادونه د دیني زده کړو لپاره مدارسو ته وليږي،
پوهنې مرستیال رئیس څخه وروسته اطلاعتو کلتور مسؤل مرکز پوهنې آمر او نورو مسؤلینو په خپل وار خبرې وکړې ټولو له علم زده کړې، ښوونې او روزنې خپل ملاتړ څرګند کړ د انسان مقام او فضلیت ئې له علم او زده کړې سره تړلی وګنلو خلک ئې د علم زده کړې ته وهڅول، 
د غونډې په پای کې د الفتح مرکزي دارالعلوم فارغینو ته پوهنې او نور ادراو محترمو مسؤلینو علماء کرامو په مبارکو په لاسونو پګړۍ ورپسر او ستاینلیکو ورکړل شول،غونډه دارالعلوم د یوتن ښوونکي او دیني عالم په دعایې سره پایه ته ورسېده .

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS