د لوګر د څرخ ولسوالۍ د ښوونځيو له زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
Tue, Jan 11 2022 9:48 AM
د لوګر د څرخ ولسوالۍ د ښوونځيو له زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

پل علم 
د لوګر د پوهنې رياست د وياند دفتر
دوشنبې، مرغومي٢٠ مه، جمادي الثاني ٦ مه

د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د نجونو او هلکانو د ٣٠ ښوونځيو له ٧٧١٥ زده کوونکو سره د اړتيا وړ  درسي توکو مرسته وشوه. 

 له زده کوونکو سره دغه مرسته د پوهنې رياست د چارواکو په غوښتنه د يونيسف او آى، آر، سي مٶسسو له خوا شوې ده.

 
په ياده مرسته کې د کتابونو بيکونه،کتابچې، پنسلونه،رنګې،پنسل تراشونه، پنسل پاکونه، د ليکنې وړې تختې، د اوبو پتکونه او ماسکونه شامل دي.

 هر زده کوونکي ته د کتابونو يو بيک، ٧ کتابچې، ، ٦ پنسلونه،٣پنسل پاکونه، ٣ پنسل تراشونه، د ليکنې يوه تخته،٢ قوطي رنګې د اوبو يو پتک او ١٢ ماسکونه ور کړل شوي دي.

د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز له يادې مرستې د مننې او خوښي ښودلو تر څنګ د پاتې ولسواليو زده کوونکو ته هم د ورته مرستې غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده،چې له دې مخکې هم يادو مٶسسو د مرکز پل علم او محمدآغې ولسوالۍ د ١٠٠ ښوونځيو  له ١١٢٩ ښوونکو او ٥٠ زرو زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته کړې ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS