په لوګر کې  ۴۰۰ ښوونکو د ظرفيت لوړولو مسلکي روزنه تر لاسه کړه

media-moe
Tue, Jan 11 2022 9:52 AM
لوگر

د  لوګر په ولايت کې ۴۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې له لنډ مهاله روزنيز ورکشاپ څخه فارغ شول.

د يادو روزل شوېو ښوونکو په فراغت غونډه کې چې د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو په لېسه جوړه شوې وه د پوهنې رياست د مالي او اداري چارو مرستيال محمد عارف معاذ، د پوهنې ښاري آمر مفتي مولوي ضياءالحق ملنګ او د ودان مٶسسې ولايتي مسٶل محمد علم غالب برخه اخيستې وه.

دغه ښوونکي د ۱۴ ورځو په موده کې د پوهنې رياست په هلو ځلو د يونيسف مٶسسې په مالي لګښت د ودان مٶسسې له خوا په مسلکي ډول روزل شوي دي. 

 په روزل شويو ښوونکو کې ۳۲۱ نارينه او ۷۹ ښځينه دي، چې ټول د چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو نوي ګومارل شوي ښوونکي دي.

د دغې روزنې مٶخه د نوموړو ښوونکو د وړتياوو او دغه راز په چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو کې د تدريس کيفيت ښه کول او لوړول دي.

 د ودان مٶسسې د تېر يوه کال راپدېخوا د لوګر د پوهنې په برخه کې له زده کړو بې برخو ماشومانو ته د زده کړو زمينې د برابرولو په برخه کې خپل فعاليت پيل کړى دى.

دغې مٶسسې د خپل فعاليت له پيله تر اوسه په ټول لوګر کې ۴۰۰ سيمه ييز او د چټکو زده کړو  ټولګي جوړ کړي او هم يې د  ۷۹ ښځو په ګډون ۴۰۰ کسانو ته د ښوونکي په توګه د دندې زمينه برابره کړې ده.
د يادو ټولګيو له جملې څخه؛ ۶۵ په مرکز پل علم؛ ۶۵ په څرخ؛ ۶۶ په محمدآغې؛ ۴۳ په خوښۍ؛ ۶۷  په برکي برک؛ ۴۷ په خروار او ۴۷ په ازرې ولسواليو کې جوړ شوي دي.

د نوموړو ټولګيو په جوړولو سره شاوخوا له زده کړو ۱۲۴۵۰ بې برخو ماشومانو ته؛ چې ۹۷۶۰ يې نجونې دي د زده کړو ويلو زمينه برابره شوې ده.

دا ټولګي؛له لومړي ټولګي تر درېیم ټولګي پورې ټولګي لري، د رسمي ښوونځیو په څېر په کې زده کړې کېږي، چې تر درېیم ټولګي وروسته زده کوونکي به یې په رسمي ښوونځیو کې جذب شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS