د پوهنې وزارت سرپرست د فاریاب ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د پوهنې له مسوولینو سره یې وکتل. 

media-moe
Tue, Mar 01 2022 9:07 AM
سرپرست وزارت معارف از نهاد های تعلیمی و تربیتی ولایت فاریاب دیدار و با مسئولان معارف ملاقات نمود

د پوهنې سرپرست وزیر شیخ القرآن و الحدیث الحاج مولوي نورالله منیر او ورسره مل پلاوی شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته نن ورسېد.
د دغه سفر موخه د يادو ولايتونو د ديني مدرسو او ښوونځيو د وضعيت څېړل دي.

په هغې غونډه کې چې رئیس، مرستیالانو او  د ښوونځیو او مدارسو مدیرانو په ګډون جوړه شوې وه، د فارياب ولايت دپوهنې رييس مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله ياد شوي ولايت ته دپوهنې سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او همدارنگه نوموړي د پوهنې وزارت چارواکي ته د یاد ولایت د پوهنې ریاست شته ستونزو په اړه لنډ راپور ورکړل. 
ورپسې د پوهنې وزیر شیخ القرآن و الحدیث الحاج مولوي نورالله منیر د یاد ولایت د پوهنې له مسؤلینو سره د لیدنې څخه خوشحالي څرگنده کړه او د یادې  لیدنې په ترڅ کې د اسلامي امارت د تګلارې، د قرآن کریم د تدریس، اسلامي ارزښتونو او د پوهنې پر کیفیت او په ټولنه کې د ساینس او ​​پوهې پر اهمیت خبرې وکړې، همدارنگه د پوهنې له مسوولینو څخه یی وغوښتل، چې ټول زده کوونکي د لکه خپل اولادونه وګڼي او د الله ج له کتاب او نبوي سنتو سره یې آشنا کړي او د اسلام په لوړ روحیه یې تربیه کړې. 
د پوهنې سرپرست وزیر د دغه ولایت د کنفرانسونو په تالار کې د نورو دولتي ادارو له رئیسانو، مجاهدینو، دیني عالمانو، مخورو او قومي مشرانو سره وکتل او په دغه غونډه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د بریا او د قرآن کریم د تدریس د موثریت،د اسلامي نظام حاکميت، د علم او پوهې ګټې، د خويندو له خوا د اسلامي حجاب مراعاتولو  په اړه یې خبرې وکړې. او همدارنگه په خلکو یې غږ وکړ چې سره يو موټي شي او د قرآن کریم قانون له حاکميت څخه دفاع وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS