په ولایاتو کې د پوهنې خبرونه:

media-moe
Sat, Oct 15 2022 3:01 PM
۱۲۳

هرات:
د شینډنډ د پوهنې آمریت د شپاړسو ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سیرت المصطفی ص) تر عنوان لاندې د نبوي سنت د بیا ژوندي کولو سیالۍ ترسره شوې.
. د هرات ولايت د پوهنې رييس مولوي شهاب الدين ثاقب د دغه ډول سياليو د جوړولو د ستاينې په ترڅ کې له ګډونوالو وغوښتل چې په خپل ژوند کې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اخلاق عملي کړي.
له همدې ولایت څخه په یوه بل خبر کې:
د توحید ښوونیزه خصوصي موسسه په دغه ولایت کې علمي، فرهنګي او ښوونیز نندارتون جوړ کړ. د هرات د پوهنې رياست د عمومي زده کړو آمر عبدالجليل مزمل د يادې ښوونيزې موسسې د ښوونکو د نوښت او د زده کوونکو د خلاقيت ستاينه وکړه او د دغو پروګرامونو پيل يې د زده کوونکو د ديني پوهې د غني کېدو لپاره مهم او ارزښتناک وباله.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت د الیشنګ او الینګار ولسوالیو د پوهنې کارکوونکو ته د احصایې او معلوماتو د ثبت او خپرولو په اړه روزنیز سیمینار جوړ کړ.
د دغه سیمینار د جوړیدو موخه د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د کچې لوړول دي.
▪ په یو بل خبر کې: د لغمان د ښاري څارنې بورډ د سلطان بابا منځني ښوونځي د ښوونکو د تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه او د تدریسي نیمګړتیاوو په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
سمنګان:
د اغاخان د ښوونې او روزنې مسوولینو د سمنګان ولایت د پوهنې له رئیس مولوي نصرت الله فیضاني سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو په جوړولو، ظرفیت لوړولو او د کانکور ازموینو ته د چمتووالي په برخه کې به د دغه ولایت له پوهنې سره مرسته وکړي. د سمنګان ولايت د پوهنې رئيس د پوهنې په برخه کې د آغاخان د دفتر له مرستو څخه خوښي څرګنده کړه.
کندز:
د پوهنې له سکتور څخه د ملاتړ په موخه د همغږۍ غونډه د کندز ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعیل ابو محمد په مشرۍ جوړه شوه.
د دې غونډې اجنډا د ښوونځیو جوړول، د میزونو او څوکیو برابرول، د ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو امنیت او روغتیايي مسایل شامل وو.
دکندز دپوهنې مسوولينو دپوهنې په برخه کې دهمکاريو او ادارو له مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه .
په بله کاري ورځ کې:
دکندز ولايت د پوهنې رئيس له مرستندویو موسسو څخه مننه وکړه او خپلو مامورينو څخه یې وغوښتل، ترڅو د خپلو ورځنيو دندو په اجرا کولو کې اداري اصول مراعات کړي او له مراجعينو سره په چلند کې ښه چلند له پامه ونه غورځوي.
پنجشیر:
 د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ د پوهنې د څارنې مسلکي غړو د دې ولسوالۍ د قلعچه منځني ښوونځي د ښوونکو تدریسي بهیر او د یادې ښوونځي اداري اسنادونه یې وڅېړل او د زده کوونکو د هڅونې ترڅنګ یې د یادې لېسې مسوولینو ته هم لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS