مرکز او ولایتونو کې د پوهنې په اړه څو لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Oct 16 2022 11:01 AM
۱۲۳

نورستان:
د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي مجیب الرحمن ثوبان د دې ولسوالۍ د ناګل عالي لېسې او علوم مدرسې له تدریسي او اداري چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
 په دې کتنه کې نوموړي زده کوونکي د دې هېواد د راتلونکي جوړونکي او استادان یې د وطن معماران وبلل.
لغمان:
 د تعلیمي نظارت غړو، د لغمان ولایت د ښاري حوزې آمر د لغمان ښار د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو، استادانو او یو شمېر نورو اداري او تدریسي مسایلو څخه څارنه وکړه.
 د دغې غونډې په دوام کې د يادو ښوونځيو له مسوولينو سره د کميټې غونډه وشوه او د چارو د لا ښه والي په خاطر يې لازمې لارښوونې و کړې.
بلخ:
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې بورډ د بلخ د پوهنې ریاست د ۱۴۰۰ کال د فعالیتونو د ارزونې په ترڅ کې د دغه ریاست د عمومي مدیرانو له یوې ډلې سره ناسته وکړه او د اداري کارونو د ښه والي او د قانون د تطبیق په موخه یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. .
کابل:
د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب تر خپل نفوذ لاندې د ښار د پوهنې ریاست د کارکوونکو د کاري ستونزو په اړه یې بحث وکړ او د ستونزو د حل په موخه یې اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په یو بل خبر کې:
د اغاخان انستیتیوت په مرسته د کابل د پوهنې ریاست په تالار کې د ښوونکو او د ښوونځیو د مدیرانو لپاره غونډه جوړه شوه. د زلزلې له خطرونو څخه د ژغورنې په لارو چارو بحث وشو. چې څنګه کولای شو ځان او نور د زلزلې له خطرونو وژغورو؟ پوهاوی ورکړل شو.
لغمان:
د اخلاص خیریه بنسټ له خوا په لغمان ولایت کې پر ۲۰۰ نارینه زده کوونکو او ۲۰۰ ښځینه زده کوونکو باندې درسي مواد ووېشل شول.
 د دغه ولايت د پوهنې رييس د دغې ادارې له مسوولينو څخه د مننې په ترڅ کې د دغو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
کاپیسا:
د ښوونکو د مسلکي ودې تر نامه لاندې لس ورځنی ښوونیز سیمینار چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي ودې د څانګې د تخنیکي ټیم په همغږي د یونیسف ادارې په مالي مرسته جوړه شوې وه. د کاپیسا ولایت د کوهستاناتو په حصه اول ولسوالۍ کې د استاد شهید عبدالصبورفرید روزنیز بهیر پای ته ورسید.
د دغه سیمینار د جوړیدو موخه د مسلکي مهارتونو لوړول، ظرفیت لوړول، د تدریس د نویو میتودونو روزنه، د ټولنې مدیریت، د تدریس په برخه کې د مهمو مفاهیمو او عناصرو رابرسیره کول دي.
دغه راز د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست د ښاري پوهنې رييس د زلمي شهيد له منځني ښوونځي څخه ليدنه وکړه. نوموړي زده کوونکي یې وهڅول چې زده کړې وکړي او استادان دې په صادقانه توګه خدمت وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS