په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې خبرونه
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیز څارنې غړو د بګرامي او شکردرې په ولسوالیو کې د کاناډایي وارچایلد موسسې اړوندو ښوونځیو له فعالیتونو او دندو څخه څارنه وکړه.
ياد شوي پلاوي د يادو ښوونیزو بنسټونو له مسوولينو وغوښتل، چې خپل ټول فعاليتونه د پوهنې وزارت له قوانينو او طرزالعملونو سره سم ترسره کړي.
په یو بل خبر کې:
د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ د پوهنې آمر محبوب الرحمن رحماني د یو پلاوي په ملتیا د دې ولسوالۍ د صوفیا منځني ښوونځي د ښوونکو او د زده کوونکو له پلرونو سره وکتل.
د څارنې په دې پروګرام کې د زده کوونکو ښوونیزه کچه، د ښوونکو درسي پلانونه او د پوهنې پرمختګونه وڅېړل شول او په بېلابېلو برخو کې ورته لازمې لارښوونې ورکړل شوې.
په ورته ډول:
د دې ولایت د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې ریاست د څارنې او ارزونې بورډ د شهید ګل نذیر دیني مدرسې او ملنګ منځني ښوونځي ټولې اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د شته نیمګړتیاوو د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
غزني:
مولوي سید میرنصیر احمد اغا د غزني ولایت د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیال په توګه معرفي او په دنده یې پیل وکړ.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور د دغه ریاست د پخواني تدریسي مرستیال مولوي عبدالقدیم محمد د ښو کارونو د ستاینې په ترڅ کې د غزني د پوهنې ریاست نوي تدریسي مرستیال ته د بریالیتوب هیله وکړه.
نورستان:
د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د ناګل کلي مشرانو او قومي مشرانو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین سره وکتل او د نورستان د پوهنې په برخه کې یې د هغه د نه ستړي کیدونکو فعالیتونو ستاینه او مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دوی به د ښاغلي مطمین د پلانونو بشپړ ملاتړ وکړي.
بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال عمر خان همت د بلخ ولايت د چهاربولک له ولسوال سره د ليدنې پر مهال د دې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولينو سره هم وکتل او د اداري چارو د پرمختګ، د پوهنې د ستونزو د حل په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې.
په یو بل خبر کې:
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د دغه رياست د اسلامي زده کړو له مرستيال مولوي عبدالصبور فريد سره په ګډه د نهرشاهي ولسوالۍ له مدرسو څخه د کتنې پر مهال د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو وزارت نغدي مرسته یې د دې والسوالۍ د مدرسو او دارالحفاظونو پر مسوولینو ووېشله.
