د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Nov 08 2022 9:03 AM
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید د یو پلاوي په مشرۍ د یاد وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه.
لومړی د ریاست مسئولینو معین صاحب ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ریاست د ورځنیو چارو په هکله یې نوموړي ته معلومات ورکړل.
معین صاحب د یاد ریاست د مسئولینو او کارمندانو هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه، چې نصاب د تعلیمي نظام د زړه حیثیت لري، باید د یاد عمومي ریاست او اړوندو ریاستونو مسئولین او کارمندان خپلو چارو ته پوره متوجه واوسي او خپلو  دندو ته په خپل ټاکلي وخت او منظم ډول حاضر شي.
وروسته د نصاب عمومي ریاست مسئولینو او کارمندانو د معین صاحب له راتګ څخه مننه وکړه او له نوموړي سره یې خپل وړاندېزونه شریک کړل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS