له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Dec 04 2022 10:10 AM
1111

کابل:
د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولین وايي: د یوې غونډې په ترڅ کې د ستاینلیکونو په ورکولو سره د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له ښوونکو او سرښوونکو څخه ستاینه وشوه.
د پوهنې کارکوونکو، دیني عالمانو، دولتي چارواکو او د سیمې خلکو چې د دې غونډې برخه وال وو، هغوی ښوونکي یې د پوهې مشال وبلل او ژمنه یې وکړه، چې په هر ډول حالاتو کې به د دوی تر څنګ ولاړ وي.
همدارنګه:
د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمریت غړو د خروټي له کلي او بابا قچقار له منځنیو ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او تدریسي او اداري چارې یې له نږدې وڅارلې او د زده کوونکو د کلنیو ازموینو بهیر یې له نږدې وکتل.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د مهترلامک لېسې، ګمین نجونو ښوونځي او له امین حقیار خصوصي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه او د یادو لېسو پر زده کوونکو یې د کتابچو د وېشلو پر مهال اړوندو مسوولینو ته یې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې..
پروان:
د پروان ولايت د پوهنې رئيس محمد حسن حقاني د دغه ولايت د دولسمو ټولګيو د نجونو د کلنۍ ازموينې د ترسره کولو په موخه د دغه ولايت د پوهنې له آمرینو او مسوولينو سره یې غونډه وکړه او له هغوى څخه يې وغوښتل، چې دغه ازموينې دې له طرزالعمل سره سم واخلي. او د پوهنې وزارت ټول اصول دې په پام کې ونیسي.
کندهار:
د کندهار ولايت د غورک ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي داد محمد حنفي د دې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو له تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د يادو ښوونځيو د زده کوونکو علمي سویه مثبته و ارزوله او د ښوونکو او مسوولينو له هڅو يې مننه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS