د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د هلمند ولایت له جهادي مدرسې او مرکزي دارالایتامونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Dec 06 2022 11:57 AM
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د هلمند ولایت له جهادي مدرسې او مرکزي دارالایتامونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل هیئت د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي حکم او د پوهنې وزارت د مقام د  سپارښتنې په اساس، د هلمند ولایت له جهادي مدرسې او مرکزي دارالایتامونو څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې محترم معین صاحب د جهادي مدرسې او دارالایتامونو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل او د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
معین صاحب په جهادي مدرسه کې په یوه شانداره غونډه کې چې د نوموړي د هرکلي په مناسبت جوړه شوې وه،  ارزښتناکې خبرې وکړې، د مدرسې او دارالایتامونو د مسئولینو او استادانو علمي خدمات یې وستایل او زده کوونکي یې وهڅول ترڅو خپلو زده کړو او مسئولیتونو ته متوجه واوسي.
تر غونډې وروسته معین صاحب د یادې مدرسې د تدریسي او اداري چارو، د زدکوونکو د علمي سویې، د مدرسې د چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS