له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Tue, Dec 13 2022 2:01 PM
بخشی از فعالیت های معارف در  ولایات

هرات:
د هرات ولایت د خواجه محمد کوهي د منځني ښوونځي احاطوي دیوال د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له خوا د هرات د پوهنې د مسوولینو په حضور کې پرانیستل شو.
 د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین د یاد ښوونځي د دېوال جوړول یو ښه کار وباله او د خفي پطرولیم شرکت له رئیس الحاج بشیر احمد خفي څخه یې د دغه ۱۲۰۰ متره دیوال د لګښت د ورکړې له امله مننه وکړه.
کندهار:
د کندهار ولايت د پوهنې چارواکي وايي، هغه ۷ ورځنى سيمينار چې د SHAO موسسې له خوا د يونيسف په مالي مرسته د دغه ولايت د آمرینو او مديرانو لپاره په لاره اچول شوى و، پاى ته ورسېد. د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي له ګډونوالو وغوښتل، چې د دغه سیمینار له لارې خپلې تجربې له خپلو کارکوونکو سره شریکې کړي.
جوزجان:
يو شمېر ديني عالمانو د ستاينليک په ورکولو سره د جوزجان ولايت د پوهنې د رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د سترو خدمتونو او ښو هڅو څخه مننه وکړه.
لغمان:
د لغمان ولایت د قرغېو ولسوالۍ د پوهنې آمریت د تعلیمي څارنې غړو د دې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونځیو څخه د څارنې او کتنې په ترڅ کې د یادو ښوونځیو له ښوونکو او د شورا له غړو سره وکتل او د پوهنې بهیر د کیفیت او ښه والي په اړه یې خبرې وکړې.
نیمروز:
د ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی سیمینار چې د "کوار" موسسې لخوا د چخانسور ولسوالۍ د پوهنې آمریت د سیمه ایزو ټولګیو د ۴۶ تنو ښوونکو او د پوهنې د نویو ګمارل شویو ښوونکو لپاره جوړ شوی و، پای ته ورسید.
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د دا ډول سيمينارونو جوړېدل ډېر مهم او ارزښتناک وبلل او د پوهنې له رياست سره يې د مرستندويه بنسټونو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS