له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Tue, Feb 14 2023 2:48 PM
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

نیمروز

د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست درې کسیز پلاوي د ښوونیزو بنسټونو د بستونو د عادلانه وېش د تنظیم په موخه نیمروز ولایت ته ولاړ.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس د يادې ادارې ټولو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې له راغلي پلاوي سره مرسته وکړي.

نورستان

د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین په ختیځ زون کې د سویډن موسسې له استازي غلام یحیی خادم سره وکتل.
 نوموړي د دې ليدنې پر مهال د دغه ولايت د پوهنې ستونزې د يادې شوې ادارې له پلاوي سره شريکې کړې او په دې برخه کې يې د يادو شويو ستونزو د حل او مرستو غوښتنه وکړه.
بل خوا د يادې ادارې استازي ژمنه وکړه، چې يادې ستونزې به له مرکزي دفتر سره شريکې کړي او د حل په موخه به يې اقدام وکړي.

کندهار

په جنوبي زون کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي مرسته د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې آمریت د سولري برېښنا په سیستم سمبال شو.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر د يادې موسسې ستاينه وکړه او زياته يې کړه: د دغه سيسټم په نصبېدو سره د پوهنې آمریت د برېښنا د نشتوالي ستونزې هوارې شوې دي.

سرپل

د سرپل ولایت په ګذرشاهانو سیمه کې د ابوحنیفه (رح) له مدرسې څخه ۱۵۰ تنو فاضلان او د قرانګریم حافظان فارغ شول، چې د دغو فاضلانو د فراغت په پار د دې ولایت د پوهنې د مسوولینو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، علماوو او د خلکو د استازو په حضور کې ستره غونډه نېول شوې وه.
ګډونوالو د مبارکۍ ترڅنګ په ټولنه کې د دغو فاضلانو د مسوولیتونو په باب ټینګار وکړ.

د نورو خبرونو له مخې:

شپږ ورځنی ښوونیز سیمینار چې څه موده وړاندې د ګوسفندي ولسوالۍ د ښوونځیو د مدیرانو او ښوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د دې ولایت د پوهنې ریاست له لوري د مدیریت او میتودولوژۍ په برخو کې جوړ شوی و، ګډونوالو ته د سندونو په وېشلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS