د کابل په انټر کانټينټال هوټل کې د دريو ورځو لپاره تعليمي، مسلکي او تحصيلي نندارتون پرانیستل شو

media-moe
Sat, Mar 04 2023 9:57 AM
د کابل په انټر کانټينټال هوټل کې د دريو ورځو لپاره تعليمي، مسلکي او تحصيلي نندارتون پرانیستل شو

په دې نندارتون کې د پوهنې، لوړو زده کړو، اقتصاد، صنعت او تجارت وزارتونو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې، د چارو د ادارې د لوی رياست او د خصوصي ښوونځيو، مدارسو، پوهنتونونو او مخابراتي شبکو مسئولینو او استازو ګډون درلود.
 دغه نندارتون چې د حوت د مياشتې له 11 نېټې څخه پيل شوی، د همدې مياشتي تر 13 نېټې پورې به د دريو ورځو لپاره دوام ولري.
په دې نندارتون کې به د ټولو دولتي او خصوصي علمي مرکزونو کتابونه، مجلې، ليکلې مقالې او پرمختګونه نندارې ته وړاندې شي.
 د دې نندارتون اصلي موخه په ټولنه کې د علم او پوهې ارزښت رابرسېره کول دي. په دې نندارتون کې به د ټولو دولتي او خصوصي علمي بنسټونو استازي خپلې تجربې او معلومات سره شريک کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د یاد وزارت د خصوصي زده کړو رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي ګډون لري.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS