د ننګرهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Mon, Mar 13 2023 12:36 PM
د ننګرهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د ننګرهار د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د پوهنې په برخه کې له مرستندویو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې د ننګرهار له پوهنې سره د دوی د مرستو د مننې ترڅنګ له دوی وغوښتل چې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې د دې ولایت د پوهنې ریاست سره مرستې وکړي.

د سویډن موسسې سیمه ییز دفتر د ننګرهار د پوهنې ریاست په مرسته د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو زده کړو ټولګیو ته د نویو ښوونکو د ګمارنې په موخه ازاده سیالي ترسره کړه، چې په دې ترڅ کې یې له ۷۰ تنو څخه ازموینه واخیسته. په دوی کې به درې تنه نارینه او شپږ تنه ښځینه د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې جک موسسې درې بابه ښوونځي جوړ او تر بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه ولايت د پوهنې مسوولين له جک موسسې څخه د مننې په ترڅ کې وايي: يادې موسسې د يادو دريو ښوونځيو په بیارغولو، د درسي ټولګيو، تشنابونو، د اوبو او بريښنا د سیستم په فعالولو څه باندې ٢٦،٥ ميليونه افغانۍ لګولي دي.

د پوهنې وزارت د مرکزي پلټنې ټیم ننګرهار ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د پوهنې ریاست له رئیس او نورو مسوولینو سره وکتل او د دغه ریاست فعالیتونه او کارونه یې وڅیړلې.
د ننګرهار د پوهنې رييس مفتي حبيب حضرت حقاني د دغه وزارت د پلټنې ټيم له څېړنو خوښي وښوده او څېړنې يې د ادارو او رياستونو د چارو په ښه والي کې اغېزمنې وبللې.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پوهنې ټولو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د نوي کال او د پسرلي له رارسېدو څخه مخکې ښوونځي او نورې ښوونيزې ادارې د ميوه لرونکو او زينتي ونو په کرلو سره ښایسته کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS